د افغانستان امنيتی چارواکي وايي د دوی امنيتي ځواکونو او ځانمرګيو بريدګرو ترمنځ نژدې ۶ ساعته جګړه د يوه پوليس او ۵ ځانمرګيو په وژنه پای ته رسېدلې ده.
د افغانستان کورنيو چارو وزارت وياند صديق صدیقي وايي د کابل بريد چې د جمعې مازيګر پيل شو، اوس "د پېښې سيمه د افغان ملي پوليسو لوري په بشپړه توګه پاکه شوې ده."
د افغان کورنيو چارو وزرات وياند زياته کړه چې پېښه کې د ۴ تنه پوليسو په ګډون ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
يوه ودانۍ چې وسله وال ورننوتي، يو مېلمستون و، چې د کډوالو نړيوال سازمان (ای او اېم) بهرني کارکوونکي په کې اوسېدل.
ښاغلي صديقي وويل "پنځه تنه ټپيان بهرنيان دي، يوه ايټالوۍ مېرمن چې سرس...
د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د ماين چاودنې درې سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله.
د هسکې مېنې ولسوال اسرالله وويل ، چې د هسکې مېنې ولسوالۍ د شپولې په دوبندۍ سيمه کې د سرحدي پوليسو پره رېنجر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه، چې له امله يې دوه پوليس وژل شوي او يو بل ټپي شوى دى.
د ولسوال په خبره ، چې په سيمه کې سرحدي پوليس په دندو بوخت وو، چې پر موټر يې چاودنه وشوه او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.
نوموړى وايي، چې په چاودنه کې رېنجر موټر هم ويجاړ شوى دى.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وويل ، چې په سيمه کې يې د دولت يو لوى ايم بي ټانک منفجر کړى، چې له امله يې نهه سرتېري وژل...
د نورستان ولايت چارواکي وايي ، چې د وسله والو طالبانو له لوري پر امنيتي پوستو د بريد په ترڅ کې درې وسله وال طالبان ووژل او دوه پوليس ټپيان شوي دي.
د نورستان د والي وياند عبدالظاهربهاند وويل ، چې وسله والو د مرکزي نورستان د کوردر سيمه کې پر امنيتي پوستو بريد وکړ.
ده وويل ، چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي بريد کې درې وسله وال طالبان ووژل شول او د وسله والو پر ډزو دوه پوليس ټپيان شوي دي .
نوموړي زياته کړه ، چې وسله والو طالبانو په کړي بريد کې ماتې وخوړه او خپل هدف ته چې د امنيتي پوستو نيول و ، ونه ورسيدل.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دغه بريد کې يې پنځه پوليس وژلي او درې نور يې ټ...
د هلمند په سنګين ولسوالۍ کى د پنځمې ورځې لپاره لاهم وسله وال طالبان دافغان امنيتي ځواکونو پر وړاندې جنګيږي، خو افغان ځواکونو يې پرضد عمليات پيل کړي.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم د يوه سفر په ترڅ کې يادې ولسوالۍ ته دحالاتو د ارزونې په موخه له يوې شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو سره لاړ.
نوموړي خبريالانو ته وويل ، چې امنيتي ځواکونو ددولت د وسله والو مخالفينو د هغه ستر پلان مخه نيولې، چې غوښتل يې دبهرنيو طالبانو په مرسته دسنګين بېلابېلې سيمې ونيسي.
والي زياته کړه، اوس مهال هغه سيمې چې څلور ورځې مخکې وسله والو طالبانو له سيمه ييز پوليسو څخه دمهماتو دکموالي له امله نيولې وې ، يو شمې...
د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې د ماين چاودنې په ترڅ کې څلور پوليس وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وويل ، چې دا پېښه تېره ورځ له غرمې مخکې د موسى کلا دښرمښ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
دده په خبره ، چې په ياده سيمه کې که څه هم امنيت تر ډيره ښه دى، خو ياده پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې پوليس د ګزمې په حال کې و، چې د ماين چاودنه پرې وشوه .
د هغه په وينا، په دې پېښه کې په موټرکې سپاره څلور واړه پوليس ووژل شول.
نوموړي وويل ، چې ماين د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پرځاى شوى و، خو تردې دمه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي او په اړه يې پلټنې روانې دي.
بلخوا وسله والو...




