پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

تورخم کې کوچنيان د خپل ژوند په بیه روزي ګتي
نیټه: Sat, 23 Nov 2019 13:30:41 +0000

 

دلته ګڼ شمیرماشومان په دا ډول خوارۍ اخته دي او ټوله ورځ د تورخم په ښارګوټي د مسافرينو درنې ګنډي چلوي.
دغه ماشومان وايي ځینې مهال ترې په تورخم کې میشت پولیس هم د ګنډو پر سر ترې پیسې هم اخلي .
د ماشومانو دملاتړ بنسټونه وایې سلګونه ماشومان تورخم کې په ملا ماتونوکو کارونو بوخت دي او راتلونکې ته یې هم اندیښمن دي.
دوي وایې کارګرو ماشومانو ورته ویلي چې پولیس یې تري دکاري ورځ د ګټي په پیسو کې برخه اخلي کنه نو وهل ډبول یې حتمي دي.
د تورخم کمیسار له کارګرو ماشومانو د خپلو پوليسو له لورې د پیسو اخیستل نه مني خو وايې ځيني کړۍ شته چې له همدې ماشومانو په ګټي اخیستني د ګنډو په لېږد رالېږد کې ناقانوني کوي او دوي یې مخنوی کوي.
 ننګرهار کې د کارګرو ماشومانو ژوند ته دا اندیښني په داسې حال کې دي چې تېره اوونۍ د ماشومانو نړيوالي ورځې په نمانځنه کې یونسف یا د ماشومانو د ملاتړ صندوق مشر په ځانګړې مرکه کې ویلي  چې په  افغانستان کې تر پخوا د ماشومانو ژوند مثبت لورې ته بدلون کړی، خو ننګرهار کې په زیات شمېرکې ماشومان لا هم د زده کړو روغتیا او نورو برخو کې له ستونزو سره مخ دې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته