پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ۲۲ داعشيان نور امنیتي ځواکونو ته تسلیم شول
نیټه: Sun, 24 Nov 2019 10:35:59 +0000

 


په ننګرهار ولايت کې د داعش وسله والې ډلې ٢٢ نور وسله وال ملي امنيتي ځواکونو ته تسليم شوي دي. 
د ملي دفاع وزارت نن یکشنبه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په يادې ولسوالۍ كې د تصفيوي عملياتو پر مهال ۲۲ تنه نور داعشيانو له ۱۸ ميله وسلو سره يو ځاى خپل ځانونه امنيتي سرتېرو ته وسپارل.
سرچينه وايي، د داعش ډلې دغو جنګياليو د پوځي فشار په ترڅ كې له جګړې او مخالفته لاس اخيستى دى.
تر دې وړاندې هم د ننګرهار په اچين ولسوالۍ كې د ښځو او ماشومانو په ګډون سلګونه داعشيان افغان ځواكونو ته تسليم شوي وو.
افغان حكومت اعلان كړى، چې د هېواد په ختيځ كې يې داعش ډله په بشپړه توګه له ماتې سره مخ كړې ده

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته