پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چک جمهوريت: په لنډه موده کې به له افغانستانه خپل سرتیري وباسي
نیټه: Sun, 24 Nov 2019 10:57:34 +0000

 

د چک جمهوریت دفاع وزیر په لنډه موده کې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو خبره کړې ده. 
لوبومیر متنار چک راډیو سره په مرکه کې ویلي، ښایي تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې په باګرام هوایي اډه کې مېشت خپل پوځیان له دې هېواده وباسي.
 چک جمهوریت په افغانستان کې شاوخوا ۲۵۰ سرتېري لرل چې په لوګر او د پروان په باګرام نظامي اډه کې مېشت وو.
 نوموړي په دې وروستیو کې ویلي وو چې که له طالبانو سره د امریکا خبرې بریالۍ کېږي او دا بریا له افغانستانه د پوځیانو په وتلو او یا کمولو پورې تړلې وي، نو دوی به ډېر ژر دې مسئالې ته مثبت ځواب ووایي او خپل سرتېري به له دې هېواده وباسي.
 د یادونې ده چې  زیات شمېر چکي سرتېري چې په لوګر کې مېشت وو له افغانستانه وتلي دي او اوس یوازې ۱۷۰ سرتېري په باګرام هوایي اډه کې پاتې دي چې د دې اډې تر څو کیلومټرۍ پورې د امنیت ساتلو دنده پر مخ وړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته