پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خلیلزاد او طالبانو ترمنځ یو ځل بیا قطر کې ناسته شوې
نیټه: Sun, 24 Nov 2019 12:05:10 +0000

 

د طالبانو یوې لوړ پوړې سرچینې بي بي سي ته منلې چې د طالبانو د سیاسي دفتر استازو او د افغان سولې خبرو لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د قطر پلازمېنه دوحه کې غیر رسمي ناسته شوې، خو رسماً د خبرو بهیر نه دی پیل شوی.
د سرچینې په وینا د دواړو خواوو تر منځ به بیا خبرې له صفر څخه نه پیلېږي.
د سرچینې په باور د سولې خبرو ډېری هغه موارد چې د سولې خبرو په تېرو نهو پړاوونو کې پرې هوکړه شوې وه، پر خپل ځای دي او د رسمي مذاکراتو په پیل سره به پر هغو مواردو بحث وشي، چې په اړه یې لږ اختلافات شته.
تر اوسه معلومه نه ده چې د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ به څه وخت رسمي مذاکرات پیلېږي، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دوې ورځې مخکې له فاکس نیوز خبري شبکې سره په یوه مرکه کې لومړی ځل د امریکا او طالبانو تر منځ د خبر بیا پیلېدو شونتیا څرګنده کړه.
که څه هم تر اوسه د امریکایانو او طالبانو تر منځ د خبرو جزیات بهر نه دي راوتلي، خو ولسمشر ټرمپ او د افغان سولې لپاره د هغه د حکومت ځانګړي استازي د سولې خبرو مخته وړلو لپاره په افغانستان کې د تاو تریخوالي پر کمېدو ټینګار کړی دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حقاني شبکې مشر د ورور انس حقاني او دوو نورو لوړ پوړو طالبانو له زندانه د خوشي کېدو پر ورځ ویلي و چې دا درې کسان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرو لپاره د زمینې برابرولو په موخه خوشي کوي.
بل لور ته طالبانو تر اوسه نه ده منلې چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، خو د چین پلازمېنه بیجینګ کې یې د بین الافغاني خبرو لپاره چمتوالی نیول شوی 
په بیجینګ کې د بین الافغاني خبرو برخلیک د افغان حکومت له لوري د ګډونوالو د نوملړ تر اعلانېدو پاتې دی.
په پام کې وه چې دغه ناسته د روانې اونۍ تر پایه شوې وای، خو رسنیو ته سرچینو ویلي، تر اوسه د ګډونوالو نوملړ نه دی وروستی شوی او ښايي دا ناسته وځنډېږي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته