پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لاریونوال: د سړک جوړونې شرکت یې میلیونونه افغانۍ تښتولي
نیټه:

 

د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د کابل جلال اباد دوهم لين حلقوي سړک مزدورکارانو او ددې سړک جوړوونکي  شرکت ته د مواد ورکوونکو شرکتونو مسؤلينو په یو لاريون کې ددې سړک جوړونکې چنایي شرکت مسؤلين تورن کړل چې د دوی میاشتني تنخواوې او د موادو پیسي چې مجموعي یو اشاريه اووه ميلونه ډالرکېږي د یاد شرکت مسؤلينوله ځان سره تښتولي.
دوی وایي له تېرو دوه کالو راهیسي ورسره دیاد شرکت مسؤلين د پیسو د ورکړي ژمنه کوي خو تر اوسه یې خپلي پیسي نه دي ترلاسه کړي ان تر دې چې د خپل حق غوښتني لپاره یې د ولایتي شورا او ولسي جرګې په ګډون د ولایتي اداری او ارګ دروازې هم ټکولي.
دوی وایي که حق یې ورنکول شي د سړک پاتي کار د ترسره کولو اجازه نه ورکوي
د ولایتي شورا مرستیال هم وایي د سړک په ترسره شوو چارو کې یې د فساد او د مزدورانو او شرکتونو دمسؤلينو د پور موضوع له حکومتي مسؤلينو سره شریکه کړي خو ستونزه لا هم نا حله پاتي ده او ژمنه کوي چې بیا ځلې به دا ستونزه د حل په موخه له ولایتي اداري او مرکزي حکومت سره شريکه کړي.
خو ولایتي اداره وایي د یاد سړک قرار داد او ورته د نيول شوو کارکوونکو قراردادونه د مرکزي حکومت او یاد چنایي شرکت له لوري شوی او مسؤليتونه یې هم تر ډېره په مرکزي حکومت پورې تړلي دي.
خو د ننګرهار ولایت د سړک جوړوني او ساتني ادارې چارواکي وایي دا ستونزه د نړيوال بانک په ضمانت حل شوي او په لنډو ورځو کې به د پور لرونکو پورونه ادا شي.
هڅه مو وکړه چې دیاد شرکت دمسؤلينو نظر هم واخلو خو له هڅو سره سره یې هم په نظر اخیستو بریالي نشو.
د کابل جلا ل اباد دوهم لين حلقوي سړ ک چارې چې په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې پیل شوي نه یواځې دا چې دکلونو په تېريدو سره یې چارې ندې بشپړي شوي بلکې ددې سړک دکارکوونکو معاشونه هم له تېرو دوه کالو راهیسي نا درکه دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته