پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

شهلا شایق په ایوارډ ورکولو وستایل شوه
نیټه: Sun, 24 Nov 2019 13:23:53 +0000

 

په کابل کې د ښځينه سوداګرۍ خوني له لورې د نرګس راډيو مسؤله شهلا شایق ته د بي بي خدیجې ایوارډ ورکړل شو.
د ښځينه سوداګرۍ خوني مشرې منیژي واقف شهلاشایق هغه میرمن یاده کړه چې ختیځ کې یې د ښځو پر وړاندې د تشبص په رامنځ ته کولو او د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي په مخنوي کې فعاليت کړی.
شهلا شایق ژمنه  کوي چې ختیځه سیمه کې به د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنوي لپاره تر دې هم ډېرې هڅې کوي.
 
په مرکز کابل کې د ښځينه سوداګرۍ خوني له لورې په ننګرهار ولايت کې د نرګس راډيو مسؤلې شهلا شایق ته د بي بي خدیجې ایوارډ ورکول شو.
د ايوارډ د ورکولو پدې غونډه کې چې د هېواد د بېلا بيلو وزارتونو او د بهرنيو هېوادونو سفارتونو استازو هم برخه لرله د ښځينه سوداګرۍ خوني مشري منیژي واقف شهلا شایق د ختیځ په کچه هغه میرمن یاده کړه چې د تشبصونو په رامنځ ته کولو او د نرګس د ښځو غږ راډيو په جوړولوسره یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په په مخنوي کې فعاله ونډه اخیستي
دوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنوي په برخه کې د شهلا شایق کړي خدمتونه و د بي بي خدیجي د ایوارډ په ورکولو سره وستايل. 
ددې ترڅنګ د ښځو چارو وزارت له لورې هم اغلي شهلا شایق د نرګس راډيو په ذریعه د ښځو د عامه پوهاوي د کچې د لوړولو او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د را کمولو له کبله ستاینليک ورکړ.
د یادوني وړ ده چې هرکال د هېواد له ټولو ولايتونو څخه متشبصي میرمني د بي بي خدیجې ایوارډ د اخیستني لپاره خپل غوښتني په انلاين ډول د ښځينه سوداګرۍ خوني ته له خپلو فعاليتونو سره یو ځای لېږي چې د ښځو په برخه کې د فعالو بيلا بیلو ادارو تر ارزوني وروسته  وړ میرمني د یاد ایوارډ د ترلاسه کولو لپاره غوره کېږي.
سږکال هم د هېواد دټولو ولایتونو څخه پنځوس تنو ميرمنو پدې پروګرام کې د سیالۍ لپاره خپل غوښتنليکونه د خپلو فعاليتونو سره یو ځای یادې ادارې ته استولي وو چې د ختیځ په کچه یې د نرګس راډيو مسؤله شهلا شایق د بي بي خدیجې دایوارډ لپاره غوره کړه او یاد ایوارد یې ترلاسه کړ.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته