پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشرغني د بېرونۍ لاسووهنې د صفر کولو امرکړی
نیټه: Mon, 13 Jan 2020 12:35:57 +0000

 

ولسمشرغني د سلګونو پوليسو په فراغت غونډه کې د ځواک پر قانونی کارونې او د پوليسو په چارو کې د لاسوهنو پر مخنيوي ټينګار وکړ او ويي ويل چې غله او قاچاقبران نور پولیس نه شي ګواښلی.
اشرف غني له امنیتي ادارو وغوښتل چې پولیس د جګړې له ډګره وباسي او خپل اصلي کار کې ښکېل کړي چې هغه د قانون پلي کول دي.
هغه یادي څرګندوني نن دوشنبه د رازق خان له اکېډمۍ څخه د ۴۵۵ پولیسو په فراغت غونډه کې وکړې.
د ولسمشر غني په خبره، باید د پولیسو په ټولو هغو دندو بیا غور وشي چې پر دوی تپیل شوې دي.
نوموړي د کورنیو چارو وزیر ته امر وکړ، چې په دغه وزارت کې بېرونۍ لاسووهنې صفر ته ورسوي او په دې برخه کې پوره ډاډ او شفافیت رامنځته کړي.
هغه دا هم وویل، چې یوازې محکمه د یو چا د اعدامولو امر کوي، پولیس دا حق نه لري.
ولسمشر غني وویل، د پولیسو اکېډمۍ بهتره شوې، خو پر کورنیو چارو وزیر یې غږ وکړ چې دې برخه کې پانګونه وکړي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته