پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان ځواکونو درې وسله وال غله وژلي
نیټه: Tue, 14 Jan 2020 11:12:10 +0000


 
 د لوګر ولایت امنيتي مسوولين وايي د لوګر-کابل پر لويه لار درې وسله وال غله له امنيتي ځواکونو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي.
د لوګر امنیتي چارواکي تاييدوي چې درې وسله وال غله یې وژلي دي.
د لوګر د امني قوماندانۍ ویاند شاپوراحمدزی وایي، پولیسو ياد وسله وال غله تېره شپه د کابل- لوګر پر لويه لاره هغه مهال ووژل چې د محمداغې ولسوالۍ په یو سیمه کې یې د عمومي سړک پر سر خلک لوټل.
احمدزي ويلي امنیتي ځواکونه د خبر له ترلاسه کولو وروسته سمدستي سیمې ته ور رسېدل او درې واړه وسله وال غله یې په وسله واله نښته کې وژلي.
هغه ويلي په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د کابل- ګردېز د لویې لارې په اوږدو کې د ناامنۍ څو پېښې شوي چې خلک یې انديښمن کړي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته