پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د شکایتونو کمېسیون: څه باندې پنځه زره محلونو رایې به له سره وشمېرل شي
نیټه: Tue, 14 Jan 2020 12:15:24 +0000

 

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وايي دوی په خپلو کارونو کې بریالي دي او وايي چې ۲۱ ولایتونو کې یې ۱۰۹ محلونه باطل او ۵۳۱۵ محلونه به له سره وشمیرل شي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون څرګندوي،چې په ټولو ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو د ارزولو بهیر پای ته رسېدلی او د ارزول شوو شکایتونو په تړاو به د استیناف غوښتنې پیل شوی بهیر تر درېیو ورځو دوام وکړي.
د دغه کمېسیون رییسې زهرا بیان شینوارې د سه شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د ۱۶۵۰۰ ثبت شوو شکایتونو له ډلې ۹۸۶۶ شکایتونه رد شوي، ۱۸ موارده اصلاحي پړاو ته تللي او د ۵۳۱۶ محلونو رایې به له سره وشمېرل شي.
نوموړې د ۱۰۹ محلونو د رایو د ابطال، د ۷۵ کسانو د نغدي جریمه کېدو او د ټاکنیزو سرغړونو له کبله د ټاکنو کمېسیون د ۷۱ کارمنددانو د لېرې کېدو خبر ورکړ.
نوموړې همدا راز ټینګار وکړ چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ترمنځ همکاري موجوده ده او جدي ستونزه نشته. 
تر دې وړاندې د شکایاتو کمیسیون ویلي وو، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ځینو مواردو کې همکاري نه ورسره کوي.
 د شکایاتونو کمیسیون ټینګار وکړ چې د پاتې شکایتونو په اړه به هم ډېره ژر خپله پرېکړه وکړي او پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړي.
شینواري زیاته کړه، چې د ټاکنو کمېسیون ۷۱ کار کوونکي د سرغړونو له امله له دندو لیري شوي او ۷۵ نور نقدي جریمه شوي دي.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د مېزان میاشتې پر شپږمه نېټه تر سره شوې، چې لومړنۍ پایلي یې تر درې میاشتو وروسته د روانې مرغومې میاشتې پر لومړۍ نېټه اعلان شوې.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته