پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

استيناف محکمې د ټاکنیزو کمېسیونو نهه غړي په بند محکوم کړل
نیټه: Wed, 15 Jan 2020 12:27:25 +0000

استيناف محکمې د ټاکنیزو کمېسیونو نهه غړي په بند محکوم کړل

 استيناف محکمې د ټاکنیزو کمېسیونونو ۹ پخواني غړي چې لومړنۍ محکمې پر پنځه کال بند محکوم کړي وو، هر یو پر دوه نیم کاله بند محکوم کړي دي.
استېناف محکمې د افغانستان د ټاکنیزو کمېسیونونو پخواني کمېنشران له واک څخه د ناوړه استفادې له امله تنفذي بند محکوم کړل.
د تېري ورځې راپدېخوا د یادو کمېشنرانو د استېناف محکمه روانه وه، چې نن چهارشنبه د "مرغومې پر۲۵مه" له درنو جرمنو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د استېناف محکمې لخوا یاده پرېکړه ورته واورول شوله.
یاد کمېشنران په تېرو پارلماني ټاکنو کې له دندې څخه په ناړوه استفادې، د رایو په اضافه کولو او بډو اخیستلو باندې تورن دي.
د استېناف محکمې ويلي دا پرېکړه وورستۍ نه ده.
خو د یادو کمېشنرانو مدافع وکیلانو د محکمې پرېکړه سیاسي بللې.
دا د یادو کمېشنرانو دوهمه محکمه وه، تر دې مخکې ابتدايي محکمې هم یاد کمېشنران هر یو په پنځه ـ پنځه کاله بند محکوم کړي وه.
په یادو کمېشنرانو کې د ټاکنو کمېسیون پخوانی رئیس ګلاجان بدیع صیاد، سید عبدالحفیظ هاشمي، وسیمه بادغیسي، معاذالله دولتي، رفیع الله بېدار، نادر قریشي، ملیحه حسن او د ټاکنیزو شکایتونو مخکني رئيس عبدالعزیز اریايي، کمېشنر بصیر فایز او حمرا حقمل شامل دي.
د یادې محکمې پرمهال د ټاکنو کمېسیون پخواني کمېشنره وسیمه بادغیسي حاضره نه او محکمې د هغې په غیاب کې نوموړي ته د نورو کمېشنرانو ترڅنګ دغه پرېکړه واوروله.
ويل کیږي وسیمه بادغیسي دا مهال په ترکیې کې ده، د کمېشنرانو په لومړۍ محکمې کي يي هم حضور نه درلود.
د افغانستان تېرې پارلماني ټاکنې چې د پایلو اعلان یې څه باندې شپږ میاشتی وخت ونیوۍ له جنجالي ټاکنو څخه بلل کېږي، تر هغه وروسته یاد کمېشنران د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ میاشتې پر ۱۲مه نېټه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو فرمان له مخې له دندو څخه لیری شول او پر ځای یې نوي کمېشنران معرفي شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته