پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشر غني مونیخ کنفرانس کې د ګډون په موخه المان ته لاړ
نیټه: Thu, 13 Feb 2020 10:28:58 +0000

 

ولسمشر اشرف غني د مونيخ په نړيوال امنيتي کنفرانس کې د ګډون په موخه جرمني ته ولاړ.
د جرمني په مونیخ ښار کې هر کال کلنۍ امنیتي غونډه جوړېږي چې په‌کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران، وزیران، سیاسي او امنیتي کارپوهان د نړۍ د امنیت په اړه خپل نظرونه سره شریکوي.
له ارګه يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر نن سهار وخته روان شوى او په دغه سفر کې يو لوړپوړى پلاوى هم ورسره ملتيا کوي.
سرچينې زياته کړې چې ولسمشر غني به په دغه کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ وينا هم وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر به د دغه کنفرانس په څنډه کې له يو شمېر نړيوالو مشرانو سره ځانګړې ليدنې کتنې هم ولري.
روان کال په افغانستان کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت زیات خراب و چې د وسله‌والو مخالفانو ترڅنګ په‌کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته