پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ملنګ جان د زوکړي ۱۰۵ کلیزه ولمانځل شوه
نیټه: Thu, 13 Feb 2020 12:53:30 +0000

 

په ننګرهار ولایت کې د ولسي او حماسي شاعر ملنګ جان د زوکړي ۱۰۵ کلیزه ولمانځل شوه.
په ياده لمانځغونډه کې د اطلاعات او کلتور وزارت مسولینو ، د۳۴ ولایتونو د اطلاعات او کلتور ریاست رئيسانو او ځایي چارواکوترڅنګ ګڼ شمیر لیکولانو ، اکاډومیکو اشخاصو او د ملنګ جان د شاعري مینوالو ګډون درلود.
په همدې اړه جوړې شوي غونډې ته د وینا پرمهال د اطلاعات او کلتور وزرات فرهنګي مرستیال رسول باوري وویل د اطلاعات او کلتور وزرات مسولین هوډ کړي چې ملنګ جان او د هغه شاعر په ملي او نړیواله کچه په غیر ملموثو فرهنګي تاریخي میراثونو کې شاملي او ثبت کړي. 
په همدې حال کې لیکوالان وايي ملنګ جان يوه ساده روانه سلیسه او ولسي شاعري کوله ، چې د وطن سره مینه ، د وطن پرمختګ او د ولس درد يې په شعرونو کې د یوه پیغام په شکل ټولنې ته وړاندې کړی و.
 سره له دې چې د اطلاعات او کلتور وزارت مسولینو د هغه د مزار په ښه شان جوړیدو په پار د هڅو خبره وکړه خو بلخوا بیا د حماسي شاعر ملنګ جان د تره زوي ولایت خان د ملنګ جان د کورنۍ د خراب وضعیت څخه ياده وکړه او له حکومت څخه د هغوي د لاسنیوي غوښتنه وکړه.
 ولسي او حماسي شاعر ملنګ جان په  ۱۲۹۳ کې د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ د چميار کلي کې د عبدالشکور خان په کور کې زیږيدلي ، او په کال ۱۳۳۶ کې بیا د خپل درې نیم کلن زوی سره يوځای د کابل جلال اباد پر لویه لار په يوه ترافیکي پېښه کې خپل ژوند وبایلود.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته