پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مشرانو جرګه امریکا د مرستو د کمولو په تړاو اندېښنه څرګندوي
نیټه: Tue, 24 Mar 2020 13:52:56 +0000

 

د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشر غني ګټوونکی اعلان کړ ، چې ورسره همهاله عبدالله عبدالله ورسره مخالفت څرګند کړ او د ټولشموله حکومت يي اعلان کړ. 
تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو کابل ته راغي او د غني او عبدالله سره يې بیلابیل لیدنې ترسره کړي چې دغه هڅو يې کومه پایله ورنه کړه ، او له کابل څخه د ستنیدو سره سم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سره د مرستو د کمولو اعلامیه خپره کړه  او په ياده اعلامیه کې يې د افغانستان سره په راتلونکي ۲۰۲۱ کال کې د یو ملیارد ډالرو د مرستې د کمیدو یاده وکړه . 
د مشرانو جرګې غړو په دې اړه ژوره خواشيني څرګنده کړه او ياده چاره يې د افغانستان د ولس په زیان یاده کړه .
 دوي همدراز له امریکا وغوښتل چې د مرستو د کمیدو په برخه کې پر کړي پریکړي دي بیا تجدید نظر وکړي .
دوي همدراز له امریکا وغوښتل چې د افغانستان سره د کړې ستراتیژیک تړون ته دې پام وکړي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د روحيې د پیاوړتیا په پار دې په خپل پریکړي بیا ځلې کتنه وکړي. 
دوي همدراز له غني او عبدالله هم په ټينګار سره د راوړل شوي کړکیچ د حل غوښتنه وکړه او زیاته کړه چې د حل په پار دې ملي ګټې په نظر کې ونیسي .
 دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني بیا ولس ته د وینا پر مهال ویلي چې د امریکا د مرستو کمول به زموږ د هیواد په دولتي دستګاه هیڅ ډول منفي اغیز ونه کړي ، او هڅه کوي چې دا تشه له بلخوا پوره کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته