پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغانستان کې په کرونا داخته کسانو شمير ۷۹ ته ورسيد
نیټه: Wed, 25 Mar 2020 10:30:03 +0000

 

په هرات کې د کرونا ناروغۍ له امله د يوې مېرمنې په مړه کېدو سره په افغانستان د دې ناروغۍ له امله د مړو شمېره دوو ته لوړه شوه.
د افغانستان د عامې رغتیا وزارت خبرداری وکړې چې  د کرونا ویروس د خپرېدو پړاو ته رسېدلی
د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکوي چې د کرونا ویروس په افغانستان کې په ګرځېدو پیل کړی او تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې پېښې هغو کسانو پورې تړاو لري چې وروستیو وختونو کې بهر ته د سفر تاریخچه نلري.
د یاد وزارت ویاند، وحیدالله مایار چهارشنبه  خبري ناستې پرمهال څرګنده کړه چې هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۹ تنو ته رسېدلی دی
هغه زیاته کړه چې تېرو څلورویشتونو ساعتونو کې د ثبت شویو پېښو له ډلې یو یې په کابل کې د یوه سفارتخونې کارکوونکی دی. 
تر اوسه په کابل کې د کووید ۱۹ اووه پېښې ثبت شوې دي چې څلور یې د غوڅ ملاتړ سرتېري، دوه یې بهرني ډپلوماټان او یو یې هم افغان وګړی دی.
مایار همداراز څرګنده کړه چې نن په هرات ولایت کې یوه ۴۵ کلنه ښځه چې په کرونا ویروس ککړه وه، هم مړه شوې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته