پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې به سر له پنجشنبي ټول کارو بارونه وتړل شي
نیټه: Wed, 25 Mar 2020 13:48:56 +0000

 

ننګرهار د کرونا سره د مبارزې کميسيون چې مشرې د ننګرهار والي کوي پريکړه کړې چې سر له سبا به جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو دهټيو،صرافۍ ،قصابۍ او روغتيايي مرکزونو پرته نورې ټولي هټۍ او کاروبارونه تړي.
چارواکي وايې له دې کار يې موخه ننګرهار کې د کرونا وژونکي ويروس خپريدو مخنوی دی.
جلال اباد ښاريان ننګرهار کې کرونا سره د مبارزې کميسيون پريکړي ته هرکلی کوي او له خلکو هم غواړي چې د روغتيا پالانو لارښووني تعقيب او عملي کړي.
د هټيوالو او سوداګرو خوني مسؤلين وايې هغه هټۍ او کاروبارونه چې د کرونا خپريدو د مخنوي په موخه د يوې مياشتي لپاره تړل کېږي، د مارکيټونو مالکين يې له هټيوالو څخه کرايه نشي اخيستی.
دوي وايې هر هغه هټيوال يا هم د مارکيټونو مالکين چې د کرونا ضد کميسيون پريکړي سرغړاوی وکړي مجازات به يې کړي.
ننګرهار کې تراوسه د کرونا هيڅ يوه مثبته پېښه نده ثبت شوي خو د نورو تدابيرو ترڅنګ په ځينو هټيو او پلازو کې د کرونا ضد درمل پاشل کېږي.
اندېښنه داده که ننګرهار کې د کرونا مثبتي پېښي ثبت شي نو د زيات نفوس له کبله به يې تر نورو سيمو دلته مالي او ځاني زيانونه ډېر وي.
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته