پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله عبدالله وايي له اشرف غني سره جوړجاړي ته چمتو يم
نیټه: Thu, 26 Mar 2020 10:56:23 +0000
 
 
پخونی اجرائيه رییس عبدالله عبدالله له افغانستان سره د امریکا له لوري د کېدونکو مرستو کمېدل د جبران نه وړ ګام بولي او ټینګار کوي، چې دا ګام د افغانستان د خلګو په ګټه نه دی.
عبدالله عبدالله چې خپله‌یې هم ځان ولسمشر اعلان کړی نن د افغانستان د روان سیاسي وضعیت په اړه دغه څرګندونې په کابل کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال کړي دي.
هغه وویل، چې پمپیو افغانستان ته د خپل راتګ په مهال ورته ویلي چې دی دې هېواد ته د دې لپاره نه‌دی راغلی چې کوم نوی فورمول پرې تحمیل کړي، بلکې یوازې تأکید یې پر افغان مشرانو په تېره بیا ما او اشرف غني دا دی چې وضعیت ډېر حساس دی او باید موږ دواړه ورته ډېر ژر حل لاره پیدا کړو.​
عبدالله زیاته کړه، چې د امریکا له لوري د مرستو کمېدل د جبران نه وړ ګام دی، په روغتیا،ښوونې، انرژي او نورو بنسټونو اغېز لري او کله هم د افغانستان د خلګو په خیر نه تمامېږي.
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشر غني ګټونکی اعلان کړی، خو عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې نه مني او وايي دی بریالی شوی دی.
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته