پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان حکومت ۱۰۰ طالب بنديان په مشروط ډول خوشې کوي
نیټه: Thu, 26 Mar 2020 11:01:20 +0000
 
 
د افغانستان د ملي امنیت شورا چارواکي وايي، چې د طالبانو او د افغان حکومت د استازو ترمنځ د چهارشنبې په ورځ د ویډیو کنفرانس له لارې د بندیانو د خوشې کولو پر مسله د مخامخ خبرو وروسته حکومت پریکړه کړې، چې سل طالب بندیان په مشروط ډول خوشې کړي.
د ملي امنیت د شورا ویاند جاوید فیصل د خپل ټویټرپه پاڼه لیکلي، چې دا بندیان به د راروانې سه شنبې تر ورځې د وري دولسمې ورځې پورې خوشې شي.
فیصل ویلي، چې په دې اړه د نورو بحثونو لپاره به په راتلوونکو ورځو کې افغان حکومت او د طالبانو استازي مخامخ خبرې وکړي.
د قطر پایتخت دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ویلي، چې د بندیانو پر مسله د دغې ډلې د استازو او افغان حکومت د استازو ترمنځ د امریکا، قطر او نړیوال سره صلیب د استازو په ګډون د یو ویډیو کنفرانس له لارې د چهارشنبې په ورځ څلور ساعته خبرې شوي دي.
سهیل شاهین ویلي، چې د طالبانو یو تخنیکي پلاوی به د بندیانو د خوشې کولو د بهیر د څارنې لپاره بګرام زندان ته هم سفر وکړي.
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته