پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ښايې په کابل او یو شمېر ښارونو کې ګرځبندیز اعلان شي
نیټه: Thu, 26 Mar 2020 11:30:38 +0000
 
 ددغه وزارت چارواکو همدا راز ویلي که د کرونا مثبتې پېښې په نورو ولایتونو کې هم ډېرې شي نو د ګرځبندیز لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځېږي. 
دې وزارت تېره ورځ په هرات، فراه او زرنج ښارونو کې په ګرځېدو بندیز اعلان کړی دی.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو په تازه خبري غونډه کې ویلي چې په کرونا د اخته کسانو له ډلې پنځه یې صحي کارکوونکي دي او ۲۸ نور یې له بهر هېواد ته راغلي دي.
عامې روغتیا وزارت یو ځل بیا پر خلکو غږ کړی چې ددوی سپارښتنو ته پام وکړي او په دې توګه ځان او خپلې کورنۍ د کرونا له خطرونو وساتي.
افغانستان کې د دې ویروس له امله درې تنه مړه شوي هم دي.
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته