پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې له ضروري توکو پرته هټۍ وتړل شوې
نیټه: Thu, 26 Mar 2020 13:29:10 +0000
 
 
د ګڼي ګوڼي ډک جلال اباد چې سختو جګړو نه وه خاموشه کړی خو، د کرونا وژونکي ناروغۍ دې ښار ته تر راتګ وړاندې په ښارخاموشي خوره کړي.
ولایتي چارواکې وايي تر یوي میاشتي به  جلال اباد کې د خوراکې توکو، روغتیایې مرکزونو او صرافۍ پرته نورې ټولي هټۍ او کاربارونه تړلي.
وایې موخه یې ننګرهار کې د کرونا خپریدو مخنوی دی.
د ښار تړلو پرسر پریکړه شوي چې د مارکیټونو ماليکان د تړل شوو هټيو څخه د یوي میاشتي لپاره د کرایې اخیستو حق نلري.
هټيوال  چې د خپلو بندو هټيو ليدو ته راغلی د ښار بندیدو پریکړي ته خوښ دي وایې د کرونا ویروس له خپریدو څخه پرې مخنوی کیدی شي، خو له چارواکو غواړي چې کراچېوانان او بیوزلي کاریګرو سره دې د نفقې په برابریدو کې همکارې وکړي.
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته