پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې دیوقومندان په ګډون پنځه تنه وسله وال د سولې پروسې سره يو ځای شول
نیټه: Sun, 18 Jun 2017 11:00:11 +0000

 

ننګرهار ولایت د ملي امنیت منسوبینو د هلو ځلو په ترڅ کې د عبدالوهاب په نوم د یو قوماندان په ګډون پنځه وسله وال طالبان د سولې روان بهیر سره یو خای شول او د جګړې څخه یې د تل لپاره لاس واخیست .
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ د ملي امنيت ادارې په هلو ځلو د طالب قوماندان عبدالوهاب په مشرۍ پنځه وسله وال د سولې بهير سره يو ځاى شول.
سرچينه وايي، يادو کسانو له دې وړاندې په خوګياڼو، شېرزادو، حصارک او چپرهار ولسواليو کې د حکومت ضد کړنې ترسره کولې.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، د سولې بهير سره يو ځاى شوو وسله والو خپله څلور ميله بېلابېل ډوله وسله هم افغان ځواکونو ته وسپارله.
وسله والو طالبانو تراوسه د سولې پروسې سره د خپلو ملګرو د يو ځاى کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته