پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پکتيکا کې د حقاني شبکې د۲ قوماندانانوپه ګډون ۶ تنه وژل شوي
نیټه: Sun, 18 Jun 2017 11:08:52 +0000


 
د کورنيو چارو وزارت وايي چې په پکتيکا ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې د حقاني شبکې دوه قوماندانان له څلورو غړو سره  وژل شوي دي .
دغه څرګندونې په هغه خبرپاڼه کې شوي چې نن د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري را لېږل شوې و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د پکتيکا ولايت د ارګون ولسوالۍ په شېخانو سيمه کې د حقاني شبکې پر غړو هوايي بريد شوى دى.
سرچينه وايي چې په دې بريد کې د حقاني شبکې د دوه قوماندانانو عبدالعزيز او غلچکي په ګډون شپږ تنه وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې يادو قوماندانانو د پکتيکا ولايت په بېلابېلو ترهګريزو پېښو کې لاس درلود.
د حقاني شبکې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته