پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

قدیر:دداعش ځپلو لپاره به ولسي پاڅوونکونکي له سره منظم کړي
نیټه: Sun, 18 Jun 2017 11:17:05 +0000

 

په ولسی جرګه کې دننګرهار دخلکو استازی ظاهر قدیر وايي چي پدي ولایت کي به د داعش دځپلو په موخه ولسي پاڅونکوونکي له سره منظم کړي. 
دننګرهار دولایتی شورا وکیلان هم د دولت نه دهغه ولسوالیو د امنیت غوښتنه کوي چي لا اوس هم د داعش ډلي تر واک لاندي دي. 
خو دملي دفاع وزارت استازي ددې ولایت به پچیراګام کي دعملیاتو ددوام خبري کوي. 
په ننګرهار کي دوروستیو جنګ جګړو او ددي ولایت دامنیتي وضیعت دارزوني په موخه دمرکزڅخه یو پلاوی دي ولایت ته رالیږل شوی. 
دغه پلاوی چي مشري يي په ولسی جرګه کي دننګرهار دخلکو استازی ظاهر قدیر په غاړه لري پکي دملی دفاع وزارت استازی ،او دننګرهار دولایتي شورا غړي هم ګډون لري. 
ظاهر قدیر دیو خبری کنفرانس پرمهال وویل چي په ننګرهار ولایت کې به دداعش دځپلو په موخه یوځل بیا ولسی پاڅون کوونکي له سره منظموي او په وسلو به يي سمبالوي. 
دننګرهار دولایتي شوراوکیلانو پدي کنفرانس کي دخبرو پر مهال په حکومت غږ وکړچې هغه ولسوالۍ چې لاهم دداعش تر واک لاندي دي ددوئ له شتونه پاکې کړي او په منظم ډول تری ساتنه وکړي.
بل پلو دملي دفاع وزارت استازی چي ددي پلاوي سره یوځای دننګرهار ولایت راغلی وايي چي په پچیر اګام ولسوالۍ کې دداعش ډلي دځپلو په موخه ددوئ عملیات په بریالیتوب پر مخ روان دي او هڅه کوي چي ډيرژر توره بوره ددغي  وسلی والی ډلي څخه بیرته ونیسي.   
دیادوني وړ ده چې ظاهر قدیر تر دي وړاندي هم د شینواروپه  ولسوالیو دداعش ډلي پر ضد دولسی پاڅونکوونکو مشري په غاړه لرله چي وروسته پري دخلکو له لوري ددي ډلي دځپلو په موخه  دراټولوشووځایي پاڅونکوونکو پرسر دامکاناتو دتر لاسه کیدو تورونه پوري شول.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته