پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهارکې چاودنې څلوروماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله
نیټه: Thu, 10 Aug 2017 12:33:13 +0000

 
 د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په يوه چاودنه کې څلورو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخوا امنيتي ځواکونو د هسکې مېنې ولسوالۍ مربوطاتو کې هغه څلور ماشومان نيولي چې غوښتل يې د داعش وسله والې ډلې ليکو کې د جذب په موخه ولاړ شي.
د ننګرهار د والي ياند عطاء الله خوږياڼی وايي، ياد کسان د زمري په ۱۹مه د امنيتي ځواکونو له خوا په داسې حال کې نيول شوي چې غوښتل يې داعش ډلې سره يوځای شي.
هغه وويل،دغه ماشومان چې عمرونه يې د ۱۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ دي د کونړ ولايت له چپې درې ولسوالۍ څخه د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ ته راغلي و او غوښتل يې چې داعش وسله والې ډلې سره يو ځای شي.
خوږياڼی وايي، نيول شوو ماشومانو اعتراف کړی چې له داعش ډلې سره د يوځای کېدو په موخه راغلي و.
هغه وايي، يادو ماشومان د نورو څېړنو او قانوني اجراتو په موخه ننګرهار امنيې قوماندانۍ ته لېږدول شوي دي.
که څه هم داعش ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي؛ خو تر دې وړاندې هم امنيتي ځواکونو دغې ولسوالۍ کې داعش ته د تلوونکو يو شمېر نورو کسانو د نيولو خبر هم ورکړی و.
د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، چپرهار ولسوالۍ کې د ځای پرځای شوي ماين د چاودنې له امله څلورو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي، ماين د دولت وسله والو مخالفينو ځای پرځای کړی و.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي  وويل، د چپرهار ولسوالۍ شولانې سيمه کې تېره ورځ شاوخوا دوه نيمې بجې د وسله والو مخالفينو له لوري ځای پر ځای شوي ماين پر ماشومانو چاودنه کړې ده.
هغه وويل، په چاودنه کې يو ماشوم وژل شوی او درې ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د حوزوي روغتون مسوولين وايي، د پېښې له ځايه ورته درې ماشومان په ټپي حالت کې راوړل شوي چې د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د دولت وسله والو مخالفينو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته