پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غني: تر څو چې ځوانان، ښځې او بېوزلي ثبات ته ونه رسېږ ثبات نه راځي
نیټه: Sat, 12 Aug 2017 13:25:33 +0000

 

ولسمشر اشرف وايي تر څو چې ځوانان ، ښځې ا وبېوزلي ثبات او هوساینې ته ونه رسیږي افغانستان کې ثبات ته نه رسیږي.
غني دا څرګندونې په ارګ کې د ځوانانو نړیوالي ورځې په غونډه کې وکړي.
نوموړي وویل  چې په ادارو کې ځوان فکر ته اړتیا ده خو له بده مرغه د ځينو ځوانانو ګمارنه بیا د فساد لامل ګرځي.
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر څو چې ځوانان، ښځې او بېوزلي ثبات او هوساینې ته ونه رسېږي افغانستان ثبات ته نه رسېږي.
ولسمشر غني د ځوانانو رول مهم وباله او ویې ویل چې دوی کولای شي تروریستي ډلې او فساد له منځه یوسي او د کومې ډلې یا کسانو له خوا باید استعمال نشي.
محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د ځوانانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په ارګ کې جوړې شوې غونډه کې ټينګار وکړ چې د ملي وحدت حکومت ځوانانو ته په لوړو څوکیو کې د پام وړ ونډه ورکړې ده.
غني، په خپلو خبرو کې وویل تر کومه چې ځوانان، ښځې او بېوزلي هوساینې او ثبات ونه رسېږي افغانستان به له ستونزو تېرېږي.
غني په خپلو څرګندونو کې وویل په ادارو کې ځوان فکر ته اړتیا ده خو له بده مرغه د ځينو ځوانانو ګمارنه بیا د فساد لامل شوې ده.
ده له دې امله چې دا موارد لا تر عدلي څار لاندې دي د چا نوم وانخیست.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر د مسؤلینو د معلوماتو له مخې افغانستان د ځوانانو د نفوس د ډېروالي له اړخه د نړۍ دوهم هېواد دی.
خو د افغان ځوانانو پروړاندي بيا دبیکارۍ ،بې سوادۍ، ناامنیو، مخدره موادو، وسله والو نښتو او کورنیو تاوتریخوالو په څير ستر خنډونه هم تل د انتقاد په ډول یاد شوي دي.
افغان حکومت وايي هڅه کوي د بېکارۍ کچه راټیټه کړي. 
افغان حکومت د ځوانانو ستونزې اورېدو او دوی ته د درناوي په خاطر هرکال د اګست د میاشتې دوولسمه نېټه چې د ځوانانو نړیواله ورځ ده لمانځي.
ملګرو ملتونو په ۱۹۹۹میلادي کال کې د اګست ۱۲مه د ځوانانو د نړیوالې ورځې په توګه نومولې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په ارګ کې جوړې شوي دې غونډې ته وویل، ځوانان په هر هېواد کې اصلي پرېکړه کوونکي دي.
ده په خبره هغه کسان چې په تېرو انتخاباتو کې خپل قانوني سن ته نه و رسېدلي، په راتلونکو انتخاباتو کې به درایې ورکونې فرصت تر لاسه کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته