پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دهسکې مینی ولسوالۍ اوسیدونکي پرحکومت نیوکه کوي
نیټه: Sat, 12 Aug 2017 13:29:00 +0000

 

دننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې دهوايي بریدونو  څخه وروسته ددې  ولسوالۍ  اوسیدونکي پر حکومت نیوکه کوي چي پدي ولسوالۍ کې روان عملیات دولسي مرګ ژوبلي پرته بله ګټه نلري 
دهسکي ميني ولسوال وايي امنیتي ځواکونه په خپل سر پد‎ي ولسوالۍ کې عملیات کوي چي دوسله والو پر ځای ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړوي
بل پلو ننګرهار والي وايي چي ددي پیښي دڅیړلو په موخه يي کمیسون ټاکلي چي دپیښي اصلي بڼه واضح کړي 
د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې ولسوال او د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي نيوکه کوي، چې روانو عملياتو پرته له ولسي مرګ ژوبلې نوره هېڅ ګټه نه ده رسولې.
دوی وايي، چې ياد عمليات له سيمه ييزې حکومتولۍ او خلکو سره له همغږۍ پرته مخته ځي او د دې پرځای چې سيمې له وسله والو پاکې کړي، نورې سيمې يې هم د وسله والو لاسته وغورځولې
په هسکه مينه ولسوالۍ کې دروانو عملیاتو پرمهال د تيري پجشنبې په ورځ په دوو هوايي بريدونو کې يې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او تر دې پېښې دوه اوونۍ وړاندې  هم د ملکي خلکو د فاتحې او خيرات پر مراسمو هوايي بمبار شوی وو
د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوال سازولي شينواري وايي عمليات کوونکي ځواکونه دوی سره هېڅ همغږي نه کوي او په خپله خوښه سيمو ته ځي او هلته د نا بلدتيا په وجه تلفات ويني او بېرته راستنېږي 
د هسکې مېنې ولسوال دا نيوکه هم وکړه، ده غوښتل، چې په پېښه کې د مړو او ټپيانو انتقال وکړي، خو عمليات کوونکو ځواکونو ورته اجازه نه ده ورکړې 
په همدې حال کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل چې نن يې په جلال اباد ښار کې د ځوانانو يوې لويې غونډې ته وينا کوله وويل، چې د يادې پېښې د څېړنې په موخه يې يو پلاوی سيمې ته استولی دی تر څو دپیښي اصلي بڼه واضح کړي 
نوموړي وويل، په جنګ کې خامخا مړي کېږي او تېروتنه هم کېږي او که رښتيا هم د پنجشنبې ورځې په بريد ملکي وګړي وژل شوي وي، دوی به ترې بخښنه وغواړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته