پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکا وايي په ننګرهار کې ملکیان نه بلکې وسله وال په نښه کړي
نیټه: Sat, 12 Aug 2017 13:33:38 +0000

 

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي  امريکا دې د ترهګرو په نامه د افغانانو له وژنې لاس واخلي.
کرزي د ننګرهار په هسکه مینه کې د امریکايي ځواکونو لخوا د ملکي کسانو وژل غندلي او ویلي چې امریکا دې د افغانانو له وژنې لاس واخلي.
خو په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وایې چې د ننگرهار په ولایت کې په هوایې بمبارۍ کې ملکیان نه دي وژل شوي
پخواني ولسمشر حامد کرزي د ننګرهار په هوايي بريد کې د ملکي وګړو وژنه غندلې او له امريکا يې غوښتي چې د ترهګرو په نامه د  افغانانو له وژلو لاس واخلي.
د ځايي اوسېدونکو په وينا، امريکايي ځواکونو وړمه ورځ د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش پر ضد د علمياتو پر مهال پر ملکي وګړو بمبار کړى چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٧ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر  څخه په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حامد کرزي د هسکې مېنې پر پېښې خپله ژوره خواشيني او اندېښنه څرګنده کړې ده.
حامد کرزي له ترهګرۍ سره د جګړې تر نامه لاندې د افغانانو پر کليو او بانډو بريدونه او د ملکي خلکو وژنه د بشر ضد جنايت او د ټولو نړيوالو اصولو او موازينو خلاف عمل بللى دى.
هغه يو ځل بيا د امريکا د متحده ايالاتو له حکومت څخه غوښتي چې له ترهګرۍ سره د جګړې په نامه له افغان وژنې لاس واخلي. 
 خو په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت وایې چې د ننگرهار په ولایت کې په هوایې بمبارۍ کې ملکیان نه دي وژل شوي.
د امریکا پوځ دا خبره تائید کړه چې وژل شوي کسان ملکیان نه وو،بلکې وسله وال جنگېالي وو چې دهوا نه یې څارنه کیدله. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو یوه ویاند باب پورټیمان وایي چې دغه وسله وال د هوا نه لیدل کیدل چې په موټرو کې یې وسلې بارولې.
بلخوا د ننګرهار ولایتي مسؤلین وايي د هسکې مینې د پیښې د څېړولو لپاره سیمې ته پلاوی تللی او هلته به خپلې څیړنې ترسره کړي.
د ننګرهار والي ویاند عطالله خوګیاڼي ویلي چې پلاوی به سبا ورځ خپلې پایلې له خلکو سره شریکي کړي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته