پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهارکې ځوانان له جدي ګواښ سره مخ دي
نیټه: Sat, 12 Aug 2017 13:42:46 +0000

 

ننګرهاري ځوانان دبي کارۍ نشه يي توکو او امنیتي ستونزو له جدي ګواښ سره مخ دي خو حکومت يي په ستونزو غور نه کوي. 
ددي ولایت ځوانان وايي چي حکومت دځوانانو سره په کړو ژمنو کي پاتي راغلی او تر اوسه يي د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی. 
خو حکومتي چارواکي ځوانانو سره د بیا ځلی ژمنو تر څنګ له ځوانانو غواړي چي دهیوادنیو ګټو او ملي ارزښتونو دخوندیتوب لپاره دې سره لاس یوکړي. 
په ننګرهار کي دځوانانو نړیواله ورځ دیوي لوي غونډي په ترڅ کې ولمانځل شوه.
 پدي غونډه سلګونه ځوانانو ، انجونو، د ولس استازو او دبیلابیلو حکومتي ادارو استازو ګډون کړیوه دلته تر ډيره دوینا والوتمرکز دځوانانو پریوالي کیده.  
خو ننګرهاري ځوانان له حکومته ګیله من وو دوي وايي بي کاري،د نشه يي توکواستعمال او ناامني هغه څه دي چي دځوانانو ژونديي تریخ کړی.
ځوانانو همداراز دحکومت پر مشرانو هم دددي له امله نیوکه وکړه چي دکمپاینونو پرمهال يي له ځوانانو سره کړي ژمني نه دي عملي کړي. 
دننګرهار لوړپوړومقاماتو بیاهم له ځوانانو سره تازه ژمني وکړي.
دننګرهار په ټولو ولسوالیو کي دځوانان لپاره دفترونه جوړول ،ځوانانو ته دفعالیتونو دتر سره کولو په خاطر سهولتونه برابرول ، او دځوانانو سره ددوي دستونزو دحل په موخه میاشتنۍ ناستي هغه ژمني وي چي په ننۍ غونډه کي تازه له ځوانانو سره وشوي. 
دمشرانو جرګي ریس فضلهادي مسلمیار ولایتي اداري ته سپارښتنه وکړه چې دځوانانو ستونزو ته دحل په موخه لاس پکار شي. 
هغه امنیتي مسؤلینو ته په اختاریه ډول وویل چي په ننګرهار امنیتي وضعیت ننګرهاریانو ته دمنلو وړ نه دی اوددي ستونزو څخه دخلاصون لپاره دي کوټلي ګامونه پورته شي. 
په ننګرهار کي دځوانانو نړیواله ورځ په داسی مهال کي لمانځل کېږي چې نږدي هره ورځ پدي ولایت کې ځوانان دهدفي وژنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته