پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د فاریاب غورماچ ولسوالي طالبانو نیولې
نیټه: Sun, 13 Aug 2017 10:52:36 +0000

 
  د فارياب ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې د ياد ولايت د غورماچ ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له لوري سقوط شوې ده.
 د فارياب د والي وياند جاوېد بيدار  وويل چې غورماچ ولسوالۍ د تازه دمو سرتېرو د نه رسېدو او پوځي تجهيزاتو د نه شتون له امله نن سهار د دولت له کنټرول بهر او د طالبانو له لوري ونيول شوه.
بيدار زياته کړه، په غومارچ کې ياد امنيتي ځواکونه له تېرو ٢٢ ورځو راهيسې د وسله والو مخالفينو له لوري کلابنده شوي وو چې له بده مرغه د سيمه ييزو چارواکو له بيا-بيا غوښتنو سره هم تازه دمي سرتېري او نظامي تجهيزات ور ونه لېږل شول چې په پايله کې امنيتي ځواکونو د دښمن کلابندي ماته کړه او  شا تګ ته اړ شول.
خو د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند نصرت الله جمشيدي د فارياب د غورماچ ولسوالۍ د سقوط خبره ردوي.
سرچينې زياته کړه، په ياده ولسوالۍ کې اوس هم د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
ورته مهال د فارياب د غورماچ ولسوالۍ درېیو اوسېدونکو منلې چې ياده ولسوالۍ نن سهار د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوې ده.
يادو سرچينو په دې اړه د نورو جزئياتو له وړاندې کولو ډډه کړې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې تړاو څه نه دي ويلي

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته