پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کوېټه کې ځانمرکي برید دپاکستاني پوځیانوپه ګډون ۱۵ تنه وژلي
نیټه: Sun, 13 Aug 2017 11:09:08 +0000


 
د بلوچستان ايالت په مرکز کوېټې ښار کې د يوه ځانمرګي بريد له امله د اتو پاکستاني سرتېرو په ګډون ١٥ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې دغه ځانمرګى بريد پرون له ماښام وروسته د کوېټې ښار د پشين ولسوالۍ د موټرو د تم ځاى تر څنګ د پوځ د موټرو پر کاروان شوى دی.
عيني شاهدانو ويلي، چاودنه دومره زوروره وه چې د نږدې کورونو او دفترونو ښیښې يې ماتې کړې او ګڼ شمېر موټر يې هم سوځولي دي.
د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه ځانمرګي بريد کې د اتو سرتېرو په ګډون ١٥ کسان وژل شوي او تر ٢٥ زيات ټپيان دي.
سيمه ييزو چارواکو ويلي چې ټپيان روغتونونو ته وړل شوي او د ځینو یې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته