پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ملکي وګړي او وسله وال ټپيان شوي
نیټه: Sun, 13 Aug 2017 11:16:22 +0000

 
 چارواکي وايي، په ننګرهار کې په دوو بېلابېلو امنيتي پېښو کې اته کسان ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي ویلي چې تېره شپه ناڅرګندو وسله والو د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې په سيمه کې پر يوه کور لاسي بم غورځول شوى و.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې دوه ماشومان او يوه مېرمن ټپي شوي چې  روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د والي وياند دغه راز وويل چې د دغه ولايت د مومندررې په ۲۸مه وياله سيمه کې وسله والو طالبان په يوه جومات کې ماينونه جوړول چې خپل ماين پرې چاودېدلى دى.
خوږياڼي وويل چې په دې چاودنه کې پنځه وسله وال ټپيان شوي  دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته