پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هرات کې پولیسویوملکي وګړی وژلی او دوه نور يي ټپیان کړي
نیټه: Wed, 13 Sep 2017 11:07:37 +0000


د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د ملي پوليسو له پوستې پر يو شخصي موټر ډزې شوې چې امله يې يو کس وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
دغه پېښه تېره ورځ مازديګر مهال د ادرسکن ولسوالۍ په "شابېد" سيمه کې د هرات- فراه پر لويه لار رامنځته شوې ده او تر بريد لاندې راغلى موټر له فراه نه هرات ته پر لاره و.
په دې ډزو کې وژل شوى کس (عبيدالله) د ياد "فېلډر" موټر چلوونکى و او د فراه د مرکز اړوند د "سنګ زور" کلي اوسېدونکى و.
د عبيدالله ورور حبيب الله، د دې څرګندونو تر څنګ د فراه په مرکز کې رسنیوته وويل نه پوهېږي چې پوليسو ولې پر دې بې ګناه کسانو ډزې کړې دي.
هغه وايي چې د پوليسو په ډزو کې ټپي شوى سپين ږيرى او يوه ښځه چې هغوى هم د "سنګ زور" کلي اوسېدونکي دي، د درملنې لپاره د هرات ښار ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده هم تاييدوي چې په ډزو کې يو ملکي وګړى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
ده د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په دې تړاو د يادې پوستې درې پوليس نيول شوي او د موضوع په اړه څېړنې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې (وږي) مياشتې په اتمه د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې هم پر مسافروړونکي موټر د پوليس سرتيري په ډزو کې شپږ تنه ټپيان شول.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته