پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ناپيژاندو وسله والو په ننګرهار کې یو بل دیني عالم وژلی
نیټه: Thu, 14 Sep 2017 09:43:28 +0000


 
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو يو ديني عالم پر ډزو وژلى دى.
ياد ديني عالم چې ښوونکى هم و، پرون مازديګر د دې ولسوالۍ اړوند د اخندزاده په کلي کې موټرسايکل سپرو وسله والو وواژه.
د نوموړي د کورنۍ يوه غړي احمد رياض وويل چې  مولوي غلام فاروق تېر مازديګر کور ته په لاره و چې د پوليسو له پوستې سره نږدې ووژل شو.
دى وايي، مولوي فاروق اصلاً د چپرهار ولسوالۍ د للمې کلي اوسېدونکى و او فعلاً په اخندزاده کلي کې د ښوونځي ښوونکى و.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د پېښې د پخلي تر څنګ وویل، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې کله ياد ديني عالم له جلال اباد ښار څخه چپرهار ولسوالۍ ته د خپل ورور الټو موټر کې د تګ په حال کې و.
 تراوسه کوم چا یا دولت ضد وسله والې ډلې د دغې دیني عالم د وژلو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
دا په روانه مياشت کې څلورم ديني عالم دى چې په ننګرهار کې د وسله والو له لوري وژل کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته