پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د کابل- جلال اباد پر لویه لاره وسله والو برید کړی
نیټه: Thu, 14 Sep 2017 10:22:04 +0000


 
 کابل- جلال اباد پر لويه لاره د وسله والو مخالفينو په بريد کې شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وويل چې دا پېښه نن سهار د يادې لارې په اوږدو کې د قرغيو ولسوالۍ د سرکونډو بابا په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو د تورغر له استقامت څخه پر لويه لاره توغندي توغولي چې يو  يې په ياده سيمه کې د ترکمن هوټل مخې ته لګېدلى دى.
ځواک وايي، په دې پېښه کې شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي چې د دوو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.
د نوموړي په وينا، په ټپيانو کې يې درې د لغمان، يو د کابل د قره باغ او نور يې د ننګرهار ولايت اوسېدونکي دي.
هغه وويل، ټپيان په سيمه کې د کاکڅ کلينيک کې تر درملنې وروسته د لغمان مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته