پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

هلمند په بیلابیلو عملیتوکي ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي
نیټه:

 
چارواکي وایي چې د افغان او بهرنيو ځواکونو په بېلابېلو هوايي بريدونو او ځمکنيو عملیاتو کې ۱۷ وسله وال طالبان  وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وويل چې د ګرشک په مهاجر بازار، د لښکرګاه بولان او ناوې ولسوالۍ اړوند سيمو کې ناټو او افغان ځواکونو هوايي بريدونه کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو بريدونو کې ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي، دوه دهشکې او دوه کلاشينکونه د ملي اردو سرتېرو ته  په  لاس ورغلي دي
ځواک وويل چې د وسله والو طالبانو يوه دهشکه او  دوه کرولا موټر په دې پېښو کې ويجاړ شوي او افغان امنيتي ځواکونو ته زيان نه دی اوښتی.
د ولايت يوه  بله  باوري سرچینه وايي چې همدا څو شېبې وړاندې د ګرشک په یخال سیمه کې د اردو پر هاموې ټانک د ماین چاودنه شوې چې دوه  سرتېري په کې وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
په دې اړه وسله وال طالبانو څه نه دي، خو د یادې ډلې ویاند قاري یوسف احمدي وايي، تېره شپه  يې په مارجي ولسوالۍ کې د اربکیانو د بډ په نوم قوماندان وژلی دی.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته