پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې دانسان تښتوونکو ۱۱ کسیزه ډله نیول شوې
نیټه:

دننګرهار ولایت سرورود ولسوالۍ په کشکک کلی کي دملي امنیت ځواکونو له لوري دانسان تښتوونکو یوه ۱۱ کسیزه ډله نیول شوي او دوه تنه چي څه موده وړاندي دهمدي ډلي له لوري تښتول شوي وو دامین الله په نوم یوتن دتښتوونکو له منګولو خوشي کړی او کورنۍ ته يي سپارلی او دنقیب الله په نوم یو نهه کلن ماشوم چي دهمدي ډلي له لوري تښتول شوی وو دپیسو اخیستو وروسته يي وژلی چي دوژل شوي ماشوم جسد يي هم دهغه کورنۍ ته سپارلی.
ننګرهار والي چي په همدي موخه يي نن یو خبري کنفرانس ته وینا کوله وویل چي دا ډله دوسله والومخالفینو له ملاتړه برخمنه وه او دهغوي په مرسته يي له ننګرهارمرکز جلال اباد ښار سربيره په ځينو سیمو کي فعالیت کاوه چي دملي امنیتي ځواکونو په عملیاتو کي ددي ډلي دمشر خان زمان په ګډون یولس تنه نیول شوي هغه وايي امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې دداډول فعالیتونو مخنوی وکړي او ددوي پټن ځاینونه او ځالي له منځه یوسي. 
دا په داسی حال کې ده چي تېره ورځ هم دجلا اباد ښار په مربوطاتو کې یوتن سوداګرپه رڼا ورځ   وسله والو غلولوټلی وو او  ۴۵ لکه او پنځوس زره افغاني يي تري وړی وي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته