پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې وسله والو طالبانوداریبا مخابراتي شرکت پایه سوزولې
نیټه: Thu, 12 Oct 2017 09:57:34 +0000

 

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفينو د يوې مخابراتي شبکې پايه سوځولې ده.
يوې سيمه ييزې امنيتي سرچينې د نوم نه خپراوي په شرط د تلې په ٢٠مه وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا اووه بجې د دې ولسوالۍ په حفيظ کوټۍ سيمه کې د  MTN  مخابراتي شبکې پايې ته اور اچولی دی.
هغه زياته کړه، په ياده پېښه کې پايه سوځېدلې او شرکت ته يې ګڼ مالي زيانونه اړولي خو د سر زيان په کې نشته.
د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزي د يادې پېښې د تاييد تر څنګ وويل چې د پېښې ځای ته امنيتي ځواکونو ځان رسولی خو د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د پېښې د پخلي تر څنګ وويل چې په سيمه کې امنيتي ځواکونو عمليات ترسره کړي او د يادې قضيې په تور يې شپږ مشکوک کسان نيولي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو او يا هم کومې بلې وسله والې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دی منلی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته