پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په اروزګان کې ۱۹ وسله والوته مرګ ژوبله اوښتې
نیټه: Thu, 12 Oct 2017 10:08:45 +0000

 
چارواکي وايي چې په اروزګان ولايت کې دوه مېرمنې په مرموز ډول وژل شوې دي.
د دغه ولايت د مرکز ترينکوټ ښار د لومړۍ امنيتي حوزې امر ميرويس د تلې په ٢٠مه وويل چې یادې دواړه پېښې د ښار په څلورمه ناحيه کې رامنځته شوي دي.
هغه زياته کړه چې پرون د څلورمې ناحيې يوې اوسېدونکې د وسلې په وسیله ځان وژنه کړې ده.
د نوموړي په وينا، له لومړنيو پلټنو څخه معلومه شوې چې دا مېرمنه په نشه يي توکو روږدې وه او د کورني تاوتريخوالي له امله يې ځان وژنه کړې ده.
د دې سيمې يو اوسېدونکی عبدالحسيب هم وايي چې ددې ښځې له وژل کېدو خبر شوي، خو د څرنګوالي په اړه يې معلومات نه درلودل.
د لومړۍ حوزې امر دغه راز وويل چې تېره شپه د څلورمې ناحيې د نيازو په سيمه کې يوه بله مېرمنه په مرموز ډول زندۍ شوې ده.
هغه زياته کړه چې د دواړو پېښو په اړه پوليسو څېړنې پيل کړې خو تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
بلخوا د دغه ولايت په چورې ولسوالۍ کې د روانو عملياتو په ترڅ کې ١٩ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولايت کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قيمتي وويل، چې په دغو عملياتو کې ١٣ وسله وال وژل شوي او ٦ نور ټپيان دي.
دى وايي چې په دغو عملياتو کې دولتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته