پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حامد کرزي د عنعنوي لويې جرګې په رابللوټينګار وکړ
نیټه: Thu, 12 Oct 2017 10:40:36 +0000

 

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا نوې اعلان شوې ستراتېژي په غبرګون کې خبري غونډې ته وویل، دا ستراتېژي د سولې پیغام نه‌لري، ده ټینګار وکړ، چې نه غواړو افغانستان د نړۍ زبرځواکونو او د سیمې هېوادونو د زور ازموینې ډګر شي.

ښاغلی کرزی وايي، افغانستان کولی شي د ملت په خیر پرېکړه وکړي او د یووالي ټینګښت له‌پاره باید د افغانستان ټول خلک دودیزه لویه جرګه راوبولي.
ښاغلی کرزی داسې مهال د لویې جرګې جوړېدو غوښتنه کوي چې د امنیتي تړون لاسلیک په اړه یې د هغې مشورتې لویې جرګې پریکړه ونه منله چې ده په خپله رابللې وه. 
ښاغلي کرزي وویل، حکومت دې ډاډه وي، چې په دې برخو کې یې ملاتړ کوو.
ده زیاته کړه، په افغانستان کې د ګټو جنګ دی او زیاته یې کړه، په افغانستان۲۰ ترهګریزې ډلې نه شته.
پخواني جمهور رئيس د يوې پوښنتې په ځواب کې وويل چې له پاکستان سره سوله غواړي خو ډيورنډ به هيڅکله هم ونه مني.
کرزي وويل غوښتنه يې د لويو قدرتونو تر منځ تعادل، سولييز، يوه موټی او پرمختللی افغانستان دی.
حامد کرزي زياته کړه ،طالبانو ته يې يو ليک استولی او د سولې غوښتنه يې ترې کړي او ياده پروسه به دوامداره وساتي.
دی وايي، له طالبانو یې غوښتي چې، د بهرنیو د حضور پای ته رسولو او د افغانانو شته ستونزو د حلولو له‌پاره دې له جګړې لاس واخلي.
ښاغلي کرزي وویل، له امریکا سره ملګرتيا کوي او امریکا باید په افغانستان کې د سولې عملي زمینې په برابرولو کې کار وکړي.
دی وايي، افغانان باید په یو ټغر راټول شي او د هېچا په دسیسو تېر نه‌وځي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته