پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

شاهد: کونړپه هوايي برید کې ټول وژل شوی عام وګړي دي
نیټه: Fri, 13 Oct 2017 10:39:32 +0000

 
د کونړ امنيتي چارواکي وايي چې په څوکۍ ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ١٨ داعش وسله وال وژل شوي خو د سيمې اوسيدونکي بيا وايي چې وژل شوي ملکي وګړي دي.
د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د تلې په ٢١مه رسنیوته وويل چې پرون مازيګر د بهرنيو ځواکونو بې پېلوټه الوتکې د څوکۍ ولسوالۍ په موربانډې سيمه کې پر داعش وسله والو بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې ١٨ داعش وسله وال وژل شوي او يو بل يې ټپي دى.
ده وويل چې په وژل شويو کې د داعش ډلې څلور ډلمشران هم شامل دي.
د قوماندان د معلوماتو له مخې دغه داعش وسله وال په دې سيمه کې را ټول شوي وو او غوښتل يې چې د کونړ-ننګرهار پر لويه لار پر عامو خلکو او دولتي کسانو د بريدونو لپاره پلانونه جوړ کړي خو بې پيلوټه الوتکې پرې بريد وکړ.
خو د سيمې اوسيدونکي بيا په دې اړه بل ډول څرګندونې کوي.
په څوکۍ ولسوالۍ کې د ديوګل درې اوسيدونکي محمد اسماعيل  وويل چې په دې بريد کې وژل شوي، عام وګړي دي.
په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي او د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي مولو شهزاده شاهد هم  وویل چې په هوایي بریدونو کې وژل شوي ټول عام خلک دي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته