پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پاکستان په کونړولایت ٣٤٠ توغندي توغولي
نیټه: Tue, 14 Nov 2017 11:32:58 +0000

 

چارواکي وايي چې پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ولايت  ٣٤٠ نور توغندي توغولي دي.

د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د لړم په ٢٣مه، وويل چې دا توغندي له پرون راهيسې ددې ولايت پر څلورو ولسواليو، دانګام، شلطن، خاص کونړ او مرورې توغول شوي دي.
هغه زياته کړه چې د توغنديو په دې  بريدونو کې خلکو ته ځاني زيان نه دى اوښتى، خو مالي زيانونه يې اړولي دي.
امنيه قوماندان وايي، يواځې له شلطن ولسوالۍ څخه ٤٠ کورنۍ بې ځايه شوې دي، دغه راز له نورو ولسواليو څخه هم  ځينو کورنيو خپل کورونه پرېښي دي.
د يادونې ده چې پرون هم پاکستانيو ځواکونو پر کونړ ١٨٤ توغندي توغولي وو چې له امله يې يو ملکي وګړى ټپي شوى و.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته