پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په ننګرهار کې قهار قدير پرضد لاريون وشو
نیټه: Tue, 14 Nov 2017 13:21:10 +0000

 

په ننګرهار کي زور واکو دعام ولس دجایدا دونو دغصب پسي بډي راوهلي. 
دسره رورد ولسوالۍ لسګونه اوسیدونکو د ننګرهار دولایتي شورا دغړي عبدالقهار قدیر پر ضد لاریون وکړ.
دوي پدي وکیل تور پوري کوي چي دولسونو شخصي ځمکي يي غصب کړي دي.
خو ولایتي اداره وايي چي د دې موضوع دڅیړلو په خاطر يي پلاوی ټاکلی چي تر معلوماتو وروسته به حق حقدار ته وسپارل شي .
په ننګرهار کې زورواکو ددولتي ځمکو له غصب وروسته اوس دعام ولس دشخصي جایدادونو په غصب پسي بډي راوهلي او غواړي چي پردي جایدادونه په خپل نوم کړي. 
د سې شنبې په ورځ د سره رود ولسوالۍ لسګونه اوسیدونکو دولایتي ادارې او په خاص ډول په ولسي جرګه کي د ننګرهار دخلکو داستازي ظاهر قدیر د ورور او دولایتي شورادغړي عبدالقهار قدیر پرضد د دې له امله لاریون وکړ چي په وینايي عبدالقهار قدیر دغوچکو داوسیدونکو دهستوګني کورونه ړنګوي او ځمکي يي په خپل نوم کوي .
دوي وايي که ولایتي اداره يي غږ وانه وري او ستونزي ته يي دحل ځواب ونه وايي نو دغوچکو اوسیدونکي به دوسله والو مخالفینولیکو ته لاړ شي او ددولت ضد فعالیتونه به پیل کړي .
مونږ هڅه وکړه چی ددي موضوع په تړاو دعبدالقهار قدیر نظر هم واخلو له برلپسي هڅو وروسته مو ورسره اړیکه ټینګه نشوه 
خو ولایتی اداره وايي چي ددي ستونزي دحل په موخه ولایتي اداري یو پلاوی ټاکلی چي په یاده موضوع کي دپړ او وړ تر معلومیدو وروسته به قانوني اجراات وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چي په ننګرهار کي عام خلک دسیمه ایزو زورواکو له لوري دځمکو له غصبه شکایت کوي بلکي تر دي پخوا هم دیته ورته لاریونونه شوي چي ولایتي چارواکو ورسره په خپل وخت دستونزو دحل ژمني کړي 
د يادونې ده چې ولسمشر اشرف غني يو کال مخکې ننګرهار ته د سفر پر مهال ځايي امنيتي چارواکو ته امر کړى و چې د ځمکو غاصبين وولي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته