پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

لغمان کې ۷۸ پروژې تر کار لاندې دي
نیټه: Wed, 06 Dec 2017 10:15:53 +0000

 

دلغمان چارواکي وايي چې  په دې ولایت کې د يو نيم ميليارد افغانيو په ارزښت ۷۸ پروژې تر کار لاندې دي.
چارواکي وايي په دغو پروژو کې د ولايت د رغونې ترڅنګ زرګونه ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوي
د لغمان ولايت چارواکي وايي، اوسمهال په دغه ولايت کې د يو نيم ميليارد افغانيو په ارزښت ۷۸ رغنيزې پروژې تر کار لاندې دي، چې په بشپړېدو به يې د دغه ولايت تر نيمايي زياتو خلکو ته ګټه ورسېږي.
په همدې تړاو د لغمان ولايتي ادارې د دغه ولايت او د ننګرهار مدني فعالان او قومي خلک وربللي وو او د لغمان رغونې د جشن په نوم يې د یادو پروژو له چارو ليدنه وکړه.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د يو مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وويل چې اوسمهال په دغه ولايت کې د رغونې ۷۸ پروژې تر کار لاندې دي، چې د يو نيم ميليارد افغانيو لګښت پرې راځي.
دی وايي، په دغو پروژو کې د ولسواليو او ولايت نښلولو سړکونو قير کول، د ولايت د حلقوي سړک او نورو فرعي سړکونو رغونه، د دولتي ودانيو او تاسيساتو رغول او رغونو ودانيو، پارکونو او ځايونو بيا رغول شامل دي.
د والي په وينا په دغو پروژو کې د ولايت د رغونې ترڅنګ زرګونه ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې، چې ورسره د امنيت ټينګښت کې يې هم مرسته کړې ده.
دی وايي، د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د لغمان تر نيمايي زيات خلک له دغو پروژو په مستقيم ډول او په غير مستقيم ډول به د ټول ولايت خلک ترې ګټه پورته کړي.
عبدالجبار نعيمي دا هم وويل، ځکه يې د لغمان او ننګرهار قومي خلک او مدني فعالان دغه جشن ته رابللي، چې د لغمان په اړه يو مثبت غږ خپور شي او په دغه برخه کې يې د رسنيو ونډه هم مهمه ياده کړه.
د لغمان والي د پروژو په ښه تطبيق، چارو روڼتيا او د پروژو په ساتلو کې د ولسونو په رول ټينګار وکړ او غوښتنه يې وکړه، چې ولسونه دې دغو برخو ته پوره پاملرنه وکړي.
ځايي اوسیدونکي  وايي لغمان کې چې په تېرو دوو کلونو کې د رغونې په برخه کې څومره کارونه شوي، تير کې يې هېڅ څاری نه ليدل کېږي.
دوی وايي  د دغو پروژو په تطبيق سره نه يوازې لغمان ته ښکلا ور په برخه کېږي، بلکې د دغه ولايت زرګونه ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
د يادولو وړ ده، چې تر دې څه موده وړاندې د حکومت اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم لغمان ولايت ته د دغه ولايت له رغنيزو پروژو د ليدنې په پار سفر کړی و.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته