پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ځتیځ کې مدني فعالانې په ولسي جرګې نیوکه کړې
نیټه: Wed, 06 Dec 2017 12:02:29 +0000

 

په ختیځ کې ښځينه مدني فعالانې د ولسي جرکې له لورې  نرګس نهان ته د باور رايي نه ورکول ظالمانه پریکړه بولي. 
مدني فعالانې وايي میرمنې  د فساد پر ضد کار کوي خو ولسي جرګه بیاد فساد پلوې ده. 
دوی د ولسي جرګي  ښځينه وکیلاني هم نرګس نهان ته د باور رايي په نه ورکولو ګرمي بولي. 
په ختیځ زون کې د افغان ښځو شبکي ،اي پي ډي موسیسي او ښځينه مدني فعالانو د یو خبرې کنفرانس پرمهال دولسي جرګي له لورې د کانونو او پطرولیم وزارت لپاره نوماندې نرګس نهان ته د باور رايي نه ورکول یوه ظالمانه پریکړه وبلله. 
دوی وايي نړیوالي ټولني په تېره یوه لسیزه کې د ښځينه وو د حقونو د خوندېتوب لپاره پر مبارزي زیات مالي لګښتونه کړي چې د ولسي جرګي  له لورې دا ډول پریکړي د ښځينه وو د حقونو په برخه کې شته لاسته راوړني په سیند لاهو کوي.   
دکنفرانس ګډونوال وايي ښځينه وو هر وخت له فساد سره ریښتني مبارزه کړې او ورسپارل شوي دنده په صداقت پرمخ وړی خو په ولسي جرګه کې د ولس استازي بیا دفساد پلوي کوي. 
ښځينه مدني فعالانو دولسي جرګي په ښځينه وکیلانو هم توندي نیوکي وکړي دوی وايي ښځينه  تل هغه وخت دښځينه و د حقونو نه د دفاع خبری کوي تر څو ددې لارې ځان واک ته ورسوي خو د صلاحیت پر وخت يې له ښځينه وو سره کړي ژمني له پامه غورځولي دي. 
دري ورځې وړاندې افغان ولسمشر دنرګس نهان په ګډون دولس نوماند وزیران ولسي جرګي ته دباوررايي د اخیسلو په موخه وروپیژندل چې ولسي جرګي دکانونو او پیطرولیم وزارت لپاره د نوماندې نرګس نهان پرته نورو ټولو نوماندو وزیرانو ته د باور رايي ورکړه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته