پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چارواکي: کونړکې په رینجرچاودنې ۵ پولیس وژلي
نیټه: Thu, 07 Dec 2017 11:19:30 +0000

دکونړولیات امنيتي چارواکي وايي چې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

د کونړ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فريد دهقان د ليندۍ په ١٦مه وويل چې تېره ورځ ناوخته په ناړۍ ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر رينجر موټر د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې پنځه سيمه ييز پوليس وژل شوي او موټر يې ويجاړ شوى دى.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم د ناړۍ ولسوالۍ په مچمڼۍ سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د ګزمې پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې وه چې څو تنه په کې وژل شوي وو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته