پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار ولایت معلولین وايي چار واکو او زورواکو یې ځمکي غصب کړي
نیټه: Thu, 07 Dec 2017 11:54:30 +0000

 
دوی وايي افغان حکومت یواځې د شعار په ډول د معلولینو د حقونونه  د دفاع خبره کوي. 
دمعلولینو ریاست مسؤلین هم دا ستونزي مني خو ولایتي اداره وايي چې معلولینو ته د هستوګني لپاره دځمکو د وېش په موخه له مرکز نه پلاوی راغلی او ډېر ژر به داستونزه حل شي. 
په ننګرهار کي معلولیت لرونکي وګړي وايي افغان حکومت یواځي د شعار په ډول معلولینو ته د امتیازاتو د ورکړي خبرې کوي خو لا هم په عملي ډول د معلولینو ژوند ته خاصه پاملرنه نه ده شوي. 
معلولیت لرونکي وګړي وايي له څو کلونو راهیسي ورسره دهستوګني لپاره د ځمکو د ویش ژمني شوي خو ځايي زورواکو او دولتي چارواکو یې  د هستوګني پر ځمکو قفضه کړیده. 
ننګرهار دکاراو ټولنیزو چارو ریاست هم په ننګرهار کې د معلولیت لرونکو وګړو په برخه کې شته ستونزي مني  او وايي چې معلولینو ته یې د ځمکو د ویش په برخه کې موجوده ستونزې یې څو څو ځلې د ولایت له لوړ پوړو چارواکو سره شریکي کړي او د معلولینو د ستونزو دحل په برخه کې هیله مندي ښايي. 
بل پلو ولایتی اداه وايي د معلولیت لرونکو وګړو ستونزې یې د حل په موخه له مرکزي حکومت سره شریکي کړي او مرکزي حکومت هم ددې ستونزې د حل په موخه له مرکزه یو پلاوی ننګرهار ته راليږلي چې تر څيړنو وروسته د معلولیت لرونکو وګړو ستونزې د قانون سره سمي حل شي. 
دسپټمبر دریمه دمعلولینوله نړیوالی ورځي سره برابره ده او دا ورځ هر کال په ټول هیواد کې لمانځل کيږي حکومت هم هر کال د معلولینو سره د ستونزو د حل ژمني کوي خو معلولین وايي چې لايي هم ستونزې نه دې حل شوي او د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته