پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

مياخېل:پاکستان دې افغان ګډوالوسره سیاسي چلند نه کوي
نیټه: Wed, 10 Jan 2018 11:42:16 +0000

 

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي دوی هڅه کوي له ډيپلوماټيکو لارو پاکستان ته قناعت ورکړي چې د ۲۰۱۸ کال تر وروستيو پورې له خپل هېواده ونه باسي.
 دغه وزارت وايي که چېرې ډتپلوماتیکي هڅې نتیجه ور نه کړي نو د کډوالو د راتګ لپاره بیړنې تیاری ونیسي.
دا وزارت له پاکستانه غواړي چې افغان کډوالو سره سياسي چلند ونه‎کړي او په دې برخه کې د بشر حقونو اصول او نړیوال قوانين مراعت کړي.
وروسته له هغه چې پاکستان افغان کډوالو ته په دې هېواد کې د پاتې کېدو یوه میاشت مهلت وټاکه، د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دوی هڅه کوي له ډيپلوماټيکو لارو پاکستان ته قناعت ورکړي، څو دغو کډوالو ته د ۲۰۱۸ میلادي کال تر وروستۍ نېټې پورې په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړي.
د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار حفيظ احمد مياخېل ته وويل، که د ډيپلوماټيکو هڅو نتیجه ورنه‎کړه افغان حکومت به د کډوالو د بېړني راتګ لپاره تياری ونيسي.
مياخېل دا هم وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو بيړنی راتګ به زیاتې ستونزې جوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو پر اساس، پاکستان افغان کډوالو ته یو میاشت وخت ورکړی چې خپل هېواد ته ستانه شي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د استانبول په غونډه کې افغان او پاکستاني چارواکو هوکړه وکړه چې له مخې يې په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو وروستۍ نېټه د روان ميلادي کار تر پایه غځېږي.
وزارت د مسؤلینو په خبره اوس مهال یو عشاریه څلور میلیونه افغان کډوال چې د مهاجرت قانوني اسناد لري په پاکستان کې ژوند کوي.
له دې مخکې د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنری هم ويلي و چې پر کډوالو مستقیم او غېرې مستقیم فشارونه د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف دي.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت هم وايي، په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده یوه کال ته نه غځول د پاکستان په اړه د امریکا په وروستي دریځ پورې اړه لري.
دا وزارت له پاکستانه غواړي چې افغان کډوالو سره سياسي چلند ونه‎کړي او په دې برخه کې د بشر حقونو اصول او نړیوال قوانين مراعت کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته