پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

خوګیاڼو کې دڅلوروقومندانانوپه ګډون ۲۳ وسله وال وژل شوي
نیټه: Thu, 11 Jan 2018 10:55:46 +0000

د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو پر مهال د څلورو قومندانانو په ګډون ۲۳ تنه وسله وال وژل شوي دي.
چارواکي وآيي چې په دې عملیاتو کې یو شمیر شکمن کسان هم نیول شوی او ګڼ شمیر وسلې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي.
بلخوا وسله وال طالبان بیا وايي دې عملیاتو کې یې ۱۳ ځانګړي ځواکونه وژلي دي 

د ننګرهار چارواکي وايي چې په خوږیاڼو ولسوالۍ په سورډاګ سیمه کې د وسله وال طالبانو په دوو نظامي مرکزونو تېره شپه عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د څلور قوماندانانو په ګډون ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي 

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي چې یاد عملیات چې د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو له لورې ترسره شوي،په ترڅ کې د قاري هدایت الله مشهور په مدثر، خالد ، قاری خالد او د اسماعیل په ګډون ۲۳ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۴ نور شکمن کسان هم نیول شوي دي . 

ده زیاته کړي چې ددې عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو دوه عرادې سراچه ډوله موټرې،یو عراده کرولا،څلور عرادې موټر سایکلونه، اووه حلقې د وسایطو ضد ماینونه، دولس حلقې ریموټ کنټرول ماینونه او ګڼ شمیر چاودیدونکې توکې لمنځه وړل شوي او اتلس میله وسلې د امنیتي ځواکونو هم تر لاسه کړي دي .
د سيمې يوه قومي مشر د نوم نه خپرېدو په شرط ویلي چې په عملياتو کې تر ١٦ ډېر وسله وال وژل شوي چې ټول د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
بلخوا وسله وال طالبان وايي چې د دغو عملیاتو په جریان کې ۱۳ ځانګړي ځواکونه وژل شوي دي.
د دې ډلې ویاند ذبيح الله مجاهد ویلي  چې د نښتې پر مهال ۱۳ امنيتي سرتېري وژل شوي او دغه راز ۱۲ طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
مجاهد په دغو عملياتو کې د ملکي مرګ ژوبلې اوښتو يادونه هم کړې خو د خوږياڼو ولسوال بیا وايي چې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته