پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ظریف: ټرمپ له ایران سره له شوي اټمي تړونه سرغړونه کوي
نیټه: Sat, 13 Jan 2018 12:25:07 +0000

 

د ایران لوړپوړی ډیپلوماټ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تورن کړی چې د ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې له شوي اټمي تړونه په قصدي توګه سرغړاوی کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر خپل ټوېټر وویل، د ایران سره د اټمي تړون په اړه د ټرمپ وروستی اعلان، د دې پاخه څو اړخیز تړون د کمزوري کولو لپاره د نهیلۍ هڅې دي.
ظریف زیاته کړې، د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره پر شوي اټمي توافق بیا خبرې اترې ممکنې نه دي او امریکا دې د ستړې کوونکې لفاظۍ پر ځای، د ایران په څېر په بشپړه توګه شوی تړون عملي کړي.
تر دې مخکې ولسمشر ډونالد ټرمپ د جمعې په ورځ ویلي وو، نوموړی به یو ځل بیا پر ایران د بندیزونو اسانه کول تمدید کړي خو د ټرمپ په وینا، که له ایران سره شوی اټمي تړون په څو میاشتو کې پیاوړی نه شي، نو دا به د امریکا متحده ایالات له دې تړون وباسي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته