پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

امریکا د ځانګړو روزل شویو سرتېرو یوه نوې لوا افغانستان ته استوي
نیټه: Sat, 13 Jan 2018 12:34:27 +0000

 

امریکا غواړي چې افغانستان ته د ځانګړو روزل شوي سرتیرو او افسرانو یوه نوې لوا افغانستان ته راولیږي.
راپورنه وایي چې ددغو ځواکونو شمیر به ۷ سوه سرتېري او افسران وي چې له ځانګړو تجربو او روزنې څخه برخمن دي.
د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې د محارب روزونکو د دې لوا ځای پر ځای کېدل به افغان امنیتي ځواکونه ته ګټور تمام شي
د متحده ایالاتو پوځ د ځانګړو روزل شویو سرتېرو او افسرانو یوه نوې لوا افغانستان ته استوي.
د امریکا پوځ وايي، د جګړې په لومړیو کرښو کې افغان ځواکونو ته د لازمو تخنیکي سلامشورو د ورکولو په هدف د محاربو روزنکو یوه نوې لوا افغانستان ته استوي.
په بروکسل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د مرکزي دفتر ویاند کینۍ فالکنیر ویلي چې دا نوي محارب روزونکي به د وړو کنډکونو په شکل کې له افغان امینتي ځواکونو سره وي.
نوموړې زیاته کړه چې دا محارب روزونکي به د جګړې په لومړیو کرښو کې له افغان اردو او پولیسو سره تخنیکي همکاري کوي
که څه هم د امریکا دفاع وزارت د امنیتي ملحوظاتو له امله افغانستان ته د لېږونکو سرتېرو شمېره نه اعلانوي، خو سټارز اینډ سټرایپس امریکايي پوځي ورځپاڼې د چارواکو په حواله ویلي دي چې د دې محاربو روزونکو شمېر به شااوخوا ۷ سوه سرتېري او افسران وي چې له ځانګړو تجربو او روزنې برخمن دي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن له قوله ویلي دي چې دا محارب روزونکي به له افغان ملي اردو او پولیسو سره د جګړې په کرښو کې هغه شان تخنیکي مرسته کوي څه ډول چې د امریکا ځانګړي ځواکونه له افغان کمانډو ځواک سره همکاري لري.
جنرال نېکلسن ویلي دي د محارب روزونکو د دې لوا ځای پر ځای کېدل به افغان امنیتي ځواکونه ته ګټور تمام شي.
د افغانستان دفاع وزارت بیا وايي چې دې هېواد کې نوي امریکايي سرتېري ځای پر ځای کېدل او له نویو پوځي تجهیزاتو او وسایلو کار اخیستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي همکاریو یوه برخه ده.
په داسې حال کې چې افغان امنیتي ځواکونه د جګړې د راتلونکي فصل لپاره چمتووالی نیسي واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ویلي دي چې سږ کال به یو ځل بیا په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه په تهاجمي حالت کې وي او له خپلو افغان متحدانو سره به په جګړو کې برخه اخلي.
د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ستراتیژۍ په چوکاټ کې د متحده ایالاتو پوځ په افغانستان کې درې زره او نهه سوه تازه دمې سرتېري ځای پر ځای کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته